۶ تنو ورزشي خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ورکول کېږي

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون وايي چې د فوټبال د غوره لیګ د را روانو سیالیو لپاره ۶ تنو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ورکول کېږي.

د یاد فدراسیون رئیس سائرځلاند ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ورکشاپ کې به ګډون کوونکو خبریالانو ته د فوټبال لوبې د څرنګوالي او قوانینو په اړه معلومات ورکړل شي.

د ښاغلي ځلاند په وینا یاد ورکشاپ چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوی هدف یې د ورزشي خبریالانو مسلکي روزنه ده.

د یادونې ده چې د ورزشي خبریالانو فدراسیون په دې وروستیو کې خپل کار پیل دی.