د کابل د فوټسال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د سباوون او پیروزي ټیمونه سره لوبه کوي.
د کابل د فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه مازدیګر ۵ بجې پیلیږي.
په دغو سیالیو کې پرون د اردو ټيم درې د یو پر وړاندې د شاه کلپ ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه لوبې چې څلور اوونۍ دوام کوي له کابل څخه په کې ۱۳ ټیمونو ګډون کړي دي.