کابل کې د هند د کرکټ د معلولینو ټیم د پروژې مدیر ومړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هندوستان د کرکټ د معلولینو ټیم د پروژې مدیر په کابل کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړې او په دې اړه ټولو اړوندو ادارو ته خبر ورکړل شوی دی.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، ۶۳ کلن جي پي ملک د هند د کرکټ د معلولینو له ملي ټيم سره یو ځای کابل ته راغلی و چې خپل هېواد ته تر روانېدو مخکې په کابل کې ساه ورکړه:

"په خواشینی سره باید ووایم چې تېره ورځ په کابل کې د هندوستان د کرکټ معلولینو ټیم د پروژې مدیر مخکې له دې چې خپل هېواد په لور روان شي د شاور اخېستلو پرمهال ساه ورکړه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په ده باندې قلبي حمله راغلې وه. په دې هکله جنايي مسوولین هم راغلي و هغوی هم خپلې څېړنې وکړلې. عدلي طب هم راغلی و خپلې څېړنې یې وکړې او اوس د جي پي ملک جسد په عدلي طب کې دی. د هند سفارت ته مو هم خبر ورکړی دی."

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

ښاغلی هوتک وايي، د ملک ملګرو تایید کړې چې دی ناروغه و او درمل یې خوړل.

اخوا د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج په خپل رسمي ټویټر لیکلي چې په کابل کې د هند سفیر خبر ورکړی چې پر جي. پي.ملک د زړه سخته حمله راغلې وه او نور ژوندی نه دی.

د هند د کرکټ د معلولینو ملي ټیم کابل ته په سفر کې له افغان معلولو کرکټرانو سره درې لوبې وکړې چې دوه یې وبایللې او یوه یې وګټله.

د ورزشي چارو ماهرین بیا ټینګار کوي چې ورزشي ادارې په خاصه توګه کرکټ بورډ باید د ټولو میلمه ټیمونو د غړېو د روغتیا په اړه مخکې له مخکې ځان ډاډه کړي څو هر ډول ناڅاپي پېښې د دې لامل نه شي چې اړیکې زیانمنې او اعتبار خام کړي.

د ورزشي خبریالانو د فدراسیون رییس سایرځلاند په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم دا یې یو نیک کار دی چې د نورو هېوادونو لوبډلې تشویقوي چې راشي افغانستان ته خو د دې پر ځای چې موږ ته ګټه وکړي ځیني وخت دا کار د راتلونکي لپاره ستونزمن ثابتیدلی شي. که څم هم دا یوه تصادفي پېښه وه چې د هندوستان د لوبډلې د پروژې مدیر دلته ومړ. خو د افغانستان کرکټ بورډ په ځانګړي توګه باید په دې باندې ډېر پام وکړي چې کله هم بهرني کسان راځي د هغوي د روغتیا په اړه مطمین وي."

ښاغلی ځلاند دا سپارښتنه په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې د جي. پي ملک د مړینې په اړه په ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې فیسبوک کې خلکو بېلابېلې څرګندونې وکړې او ځینو یې په دې اړه خپله جدي خواشیني هم ښکاره کړه.

د هند د کرکټ معلولین ټیم لوبغاړي د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې له کابل نه ډهلي ته روان شول چې د افغانستان له میلمه پالنې یې خوښي ښودله خو له دې چې مشر یې ومړ او په بېرته تګ کې یې ملتیا ونه کړه سخت خواشیني وو.

صفي الله ستانکزی