د کندز په دشت ارچي کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د پامیر شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي دي چې په پایله کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه یې هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د دغو عملیات په نتیجه کې د دشت ارچي ولسوالۍ یو شمېر کلي هم له طالبانو پاک شوي دي.

ښاغلی کریمي زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

خو تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.