ټرمپ: روسیه دې د هیلري په ورکو ايمېلونو پسې وګرځي

د امریکا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ له روسيې غوښتنه کړې چې د ډیموکراټ ګوند کانديدې هیلري کلېنټن په ورک شوېو ايمېلونو پسې وګرځي.

د کلېنټن کمپاين سمدستي ټرمپ تورن کړ چې روسيه د امریکا پر ضد جاسوسۍ ته هڅوي او همدا راز روسیه هڅوي چې د امریکا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ټرمپ په مايامي کې د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل:

"روسيې! که ته اورئ، زه هيله لرم چې درې سوه زره اې ورک شوي اې مېلونه ومومي."

د چارشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر بارک اوباما وويل، تېره اوونۍ د ډموکراټ ګوند د ايمېلونو د افشا تر شا ښايي د روسيې لاس وي چې د نومبر د اتمې انتخابات د ټرمپ په ګټه اغېزمن کړي.

روسيې دغه تورونه رد کړي دي.