د سوريي د قامشلي په حمله کې د وژل شوېو شمېر ۶۷ ته ورسېد

د سوريي په شمالي، کرد اکثریت، ښار قامشلي کې د چارشنبې په ورځ په بمي حمله کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۶۷ او د ټپيانو شمېر ۱۸۵ ته رسېدلی دی.

له ترکيي سره پر پوله نږدې دغه ښار کې روغتیايي کارکوونکو ویلي چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه چې له ړنګو شوېو ودانیو څخه د مړېو را ايستلو پروسه لا دوام لري.

له ترکيي سره پولي ته نږدې د دغې حملې مسئولیت اسلامي دولت سخت دريځې ډلې منلی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، له چاودېدونکو موادو ډکه یوه لارۍ د ښار په لويديځې څنډه کې وچاوده چې ډېری تلفات یې ملکيانو ته اووښتې.

د قامشلي اوسېدونکی سلیمان يوسف وايي:

"د قوي چاودنې له کبله ډېری ودانیو ته سخت زیان رسېدلی."

د چارشنبې د ورځې چاودنه په قامشلي کې د سوريې د پنځه کلنې جګړې تر ټولو لويه حمله وه.