د کاتولیک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس د چارشنبې په ورځ ويلي چې وروستۍ تروريستي پېښې ثابتوي چې نړۍ د جګړې په حال کې ده.
پاپ فرانسېس زياته کړې، له دې خبرې يې هدف مذهبي جګړه نه بلکه پر اقتصادي ګټو او خلکو د تسلط لپاره جګړه يې هدف دی.
پاپ فرانسېس دا خبرې پولنډ ته د سفر پر مهال کړي.
دی به هلته د ځوانانو د نړيوالې ورځې په نوم د کاتوليک عيسويانو په پنځه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې په دې غونډه کې به له ۱۸۷ بېلابېلو هېوادونو څخه ثبت شوي سلګونو زره کسان ګډون وکړي.