روسيه به له افغانستان سره د قانون د اجرا کولو په برخه کې همکاري کوي. دا همکاري به په ځانګړي توګه د مخدره موادو اړوندو جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په برخه کې وي.
دا خبرې د چارشنبې په ورځ د روسيې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال د افغان ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار سره د ليدو پر مهال وکړې.
الکساندر ګورووې او محمد حنيف اتمر توافق کړی چې دواړه لوري به په کابل کې د روسيې د کورنیو چارو وزارت د استازو له لارې د مخدره موادو اړوند کسانو په اړه معلومات شريکوي.
همدا راز دواړو لورېو د قانون اجرا کوونکو پر روزنه هم ټينګار کړی.
ټاکل شوې ده سږکال ۱۸۳ افغانان د روسيې د کورنیو چارو وزارت له خوا وروزل شي.
په تېرو لسو کلونو کې په روسيه کې د قانون پلي کولو په برخه کې تر زر زيات افغانان روزل شوي دي.