د فرانسې یوه مذهبي مشر پر فرانسویانو د یوالې غږ کړی

د فرانسې عمده مذهبي مشرانو په هغه هېواد کې پر یوې کلیسا تر پروني برید وروسته د یو والي غوښتنه کړې ده.

د پاریس لوی اسقف اندرې وینګت ترویس Andre Vingt-Trois نن له ولسمشر فرانسوا اولاند سره تر لیدو وروسته پر کاتولیکانو غږ کړی چې پرخپلو هغو کرکو غلبه وکړي چې په زړونو کې یې پیدا شوي دي او زیاتوي چې دوی باید د داعش په لوبه ورګډ نشي.

دغه مذهبي مشر وایي داعش غواړي د یوې کورنۍ ماشومان د یوبل پر ضد ودروي.

د پاریس امام Dalil Boubakeur ویلي چې مسلمانان باید د خپلو مذهبي مشرانو د ښې روزني لپاره وهڅول شي او په فرانسه کې یې د مسلمانانو په روزنیزو تاسیساتو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

دغه برید پرون د فرانسې په شمال کې د کاتولیکانو پر یوې کلیسا وشو چې یو پادري په کې تر برمته کېدو وروسته ووژل شو.

د برید مسولیت د اسلامي دولت ډلي اخستی دی.

ولسمشر فرانسوا اولاند تر برید یوه ورځ وروسته د کاتولیکانو لوړ پوړي مذهبي مشران راټول کړه چې په پرونۍ پېښه کې د وژل شوي پادري په اړه غمشریکي ورسره وکړي.

چارواکي وایې یو برید کوونکی دفرانسې تبع عادل کرمانچي نومیده، هغه ۱۹ کلن وو او تېر کال یې دوه ځله سوریې ته د تلو او د اسلامي دولت ډلي سره دیوځای کېدو هڅه کړې وه چې له همدې کبله تر پوښتنو لاندي وو.

دوهم برید کوونکی شپاړس کلن او د الجزایر وو خو نوم یې ندی ښودل شوی.