د سوریې قامشلي ښار کې موټر بم چاودنې ۲۲ تنه وژلي

د سوریې دولتي ټلویزیون وایي، په یوه عمده کرد مېشت ښار قامشلي Qamishli کي په یوه موټر بم چاودنه کې ۲۲ تنه وژل شوي دي.

دا پیښه نن شوې ده، په سوریې کې د بشري حقونو څارونکي ډلي چې مرکز یې په بریتانیا کې دی ویلي چې په دې برید کې د کرد ادارې هغه امنیتي قرارګاه په نښه شوې چې د حسکه ولایت ډیره برخه کنټرو لوي.

دغې څارونکي ډلې د وژل شویو شمیر ۱۴ ښودلی او وایې لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي ترموټر بم چاودنه وروسته یوه بله چاودنه هم وشوه، د اسلامي دولت ډلي د برید مسولیت اخستی دی.

د اسلامي دولت ډلې چې د سوریې په شمال کې د کردې ملېشو او د هغوی د متحدینو په وړاندي جنګیږي، تردې وړاندي د سوریې په کرد مېشته سیمو کې بمي چاودني کړي دي.