په هرات ولایت کې د لوېدیځې حوزې د کرنېزو محصولاتو او لبنیاتو یو درې ورځنی نندارتون جوړ شوې دی.
په دغه کرنیز نندارتون کې د لویدیځي حوزې کروندګرو او مالدارانو خپل محصولات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندي کړي دي.
د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست محراب الدین احمدی ازادي راډیوته وویل چې د دغه نندارتون څخه د جوړېدلو هدف افغاني محصولاتو ته بازارموندنه ده.
د ننداتون یو شمېر ګډنوال وايي چې د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضیعت د پیاوړي کولو او د کاري کړۍ د پراخولو په هدف د داشان نندارتونونو جوړېدل ډیر اړین دي.