پسرلی: پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰ سلنه ټیټه شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې، له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګریزه راکړه، ورکړه له ۹۵ فیصده څخه ۵۰ فیصده ته را کښته شوې ده.

د دغي خونې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیوته وویل چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجالي سیاست پر سوداګرو او پانګوالو ناوړه اغیز کړې دې.

د ښاغلي پسرلي په خبره اوس مهال افغان سوداګر په پاکستان کې زورول کېږي او په ډول ډول پلمو ورڅه پیسې اخستل کېږي، دې ته ورته کارونو پر سوداګرو او پانګوالو ناوړه اغیز کړی دی.