رادمنش: د ننګرهار عملیاتو کې ۳۰۰ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي فاع وزارت وايي په ننګرهار کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پرضد د شاهین ۱۸ په نوم په پیل شویو عملیاتو کې تر دې مه درې سوه داعش وسله وال وژل او سله تنه یې ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې به د افغان ځواکونو عملیات ترهغې دوام وکړي څو د دغه ولایت سرحدي ولسوالۍ یې په بشپړه توګه د داعش له موجودیته نه وي پاکې کړي.

د ښاغلي رادمنش په خبره که څه هم په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته اوښتي تلفات بیخې په نشت حساب دي خو داعش ته یې خورا درنه مرګ اړولې ده.

څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال ددغه ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې په ډېر نږدې وخت کې به له ختیځې سیمې د داعش وسله والو ټغر ټول کړي.