دوه برید کوونکي چې له داعش ډلې سره يې بیعت کړی و، پرون د فرانسې په نورماندې سیمه کې پر یوې کلیسا د برید په پایله کې ووژل شول.
دغو برید کوونکو چې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول، د کلیسا د پادري سر پرې کړ.
چارواکي وايي، یو برید کوونکی د فرانسې تبع عادل کرمانچي نومیده چې ۱۹ کلن و او دوهم برید کونکی ۱۶ کلند الجزایر و.
د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې حملې مسولیت پر غاړه اخستی دی.