ننګرهار کې هوايي حملو ۳داعشیان وژلي

په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي حملې په نتیجه کې درې داعشیان ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، حمله تېره شپه د کوټ ولسوالۍ د لاغړ جوی د تنګي په سیمه کې شوې ده .

په ورته وخت نوموړی وايي چې پولیسو د هسکې مینې ولسوالۍ په یاغي بند سیمه کې څلور داعشیان چې غوښتل له سیمې تیښته وکړي د پولیسو له لورې ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه افغان ځواکونو د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش مهم مرکزونه له منځه یوړل او ۱۲۲ کسان یې ورته ووژل.

په ورته وخت کې د یو بل له مخي د ملي امنیت موظفینو د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په وټه پور سیمه کې د داعش ډلې یو تن غړی له چاودیدونکو توکو سره يوځای نیولی دی.

د ملي امنیت له عمومي ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس عزیزالله نومیږي او له چاودیدونکو سره لاس په لاس نیول شوی دی.