امریکا او روسیه د سوريي په اړه په همکارۍ کې پرمختګ کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سې شنبې په ورځ په لاوس کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیرسرګي لاوروف سره له خبرو وروسته ویلي، د سوریې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د پایته رسولو لپاره د همکارۍ په برخه کې دواړو لورو پرمختګ کړی دی.

جان کري وویل، د امریکا متحده ایالات هیله لري چې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد مبارزه کې له روسیې سره د پلان شوېو پوځي همکارېو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو جزییات به د اګست د میاشتې په لومړیو کې اعلان کړي.

په عین حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د روسیې او امریکا پوځي چارواکو د سوریې په فضا کې د پوځي الوتنو په اړه د سې شنبې په ورځ پر یو لړ اضافي امنیتي تدابیرو بحث وکړ.

مسکو ویلي، د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې خبرې کړي، د هغه تفاهم لیک پر لا ښه عملي کېدو غږیدلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی.

په دې یاداشت کې د سوریې په فضا کې د عملیاتو لپاره د روسیې او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د جنګي الوتکو د تصادفي شخړو د مخنیوي په هدف یو لړ موارد منل شوي دي.

تر دې مخکې، د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د دوشنبې په ورځ ویلي وو، واشنګټن هیله لرله چې مسکو به سوریه کې سیاسي هواري او د واک انتقال ته لاره هواره کړي خو د نوموړي په وینا روسیه د دې کار له ترسره کولو ډېره لرې ده.