د بنګله دیش پولیسو نهه تنه وسله وال وژلي

د بنګله دیش پولیس وايي، د دې هېواد په پایتخت ډاکه کې یې نهه تنه وسله وال چې غوښتل یې د جولای د لومړۍ نېټې د بریدونو په څېر پر یو سماوار کې بریدونه وکړې وژلي دي.

د جولای په لومړۍ نېټه د ډاکې په یوې کېفې کې په برید کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د ډاکې د پولیسو مشر شاهد الحق ویلي، امنیتي چارواکو دا مشکوک کسان د ډاکې په څنډه کې د کلایان د سیمې په یوې ودانۍ کې محاصره کړل.

د پولیسو د مشر په وینا مشکو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې چې نښته رامنځ ته شوه.

د شاهد الحق په وینا دا کسان د بنګله دیش د جماعت مجاهدین په نوم ډلې تړلي وو. د دې ډلې پر فعالیتونو بندیز لګیدلی او داعش سره یې ملاتړ اعلان کړی دی.

پر نهو وژل شوېو سربېره پولیس وايي، یو وسله وال ټپي شوی او یو تن یې په تیښته بریالی شوی دی.

پولیس وايي په هغې ودانۍ کې چې وسله والو په کې مرکز نیولی و وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.