سپینې ماڼۍ د انټرنیټي حملو د مخنیوي یو نوی لارښود ترتیب کړی

سپینې ماڼۍ د امریکا دولتي ادارو ته په دې اړه چې څنګه د سایبري (انټرنیټي) حملو مخه نیول شي ؟ یو نوی لارښود ترتیب کړی دی.

دا موضوع په داسې حال کې اعلانیږي چې د امریکا حکومت ګومان کوي، هغه انټرنیټي غله (هککران) چې د روسیې لپاره کار کوي، د دې هېواد د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې ایمیلونو ته لاس رسی پیدا کړی او هڅه کوي له دې لارې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نفوذ وکړي.

د سپینۍ ماڼۍ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې سلاکارې لیزا موناکو روسیه او چېن دوه اساسي انټرنېټي رقیبان بللي چې د دې په وینا تهاجمي اقدامات کوي.

مېرمن موناکو زیاته کړې، ایران او شمالي کوریا هم په دې برخه کې د ویجاړونکي فعالیت وړتیا لري او غواړي چې دا ډول فعالیتونه ترسره کړي.

په دې لارښود کې چې سپینې ماڼۍ ترتیب کړی د انټرنیټي بریدونو جدیت په پنځو کټګوریو کې درجه بندي شوی دی.

که چېرې انټرنیتي برید په پراخه پیمانه اساسي جوړښتونو ته، د حکومت ثبات ته او یا د امریکایانو ژوند ته سمدستي ګواښ پېښوي نو دا برید به اصظراري یا د پنځمې درجې برید ګڼل کېږي.