هغه ترکي جنرالان هم نیول شوي چې د ناټو په لیکو کې خدمت کاوه

په ترکيه کې له ناکامې کودتا وروسته د نیولو په لړ کې دوه هغه جنرالان هم نیول شوي چې په افغانستان کې یې د ناټو په لیکو کې خدمت کاوه.

د ترکېې د رسنیو د راپورونو له مخې تورن جنرال محمد جاهد (Mehmet Cahit ) او برید جنرال سینر توپوچ (Sener Topuc ) د دوبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوي او د سې شنبې په ورځ ترکېې ته واستول شول.

د انادولو خبري اژانس وايي، دا دواړه جنرالان د ترکېې او د عربي متحدو اماراتو د امنیتي چارواکو ترمنځ د همکارۍ په نتیجه کې نیول شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو یو ویاند ویلي چې په دې هېواد کې د ترکېې ځواکونه خپل ماموریت ته دوام ورکوي، خو د دې دوو جنرالانو د نیول کېدو په اړه یې توضیحات ورنه کړل.