په هرات کې د محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

د افغانستان د لویدیځې حوزې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو نندارتون پرون په هرات کې پرانېستل شو.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس محراب الدین احمدي وايي، په دې نندارتون کې د هرات، فراه او بادغیس د ولایتونو د کروندګرو د محصولاتو تر اویاوو زیاتې غرفې نندارې ته اېښودل شوي دي.

ښاغلي احمدي د دې زراعتي نندارتون د هدف په اړه وویل:

"زموږ هدف دا دی چې چې وکولای شو، د داسې نندارتونونو په جوړولو، خپل کروندګر، دهقانان، مالداران او هغه شرکتونه چې په دې برخه کې یې پانګونه کړې خلکو او سوداګرو ته ور وپیژنو، څو وکولای شي چې د هغو باکېفیته تولیدات کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کړي."

په عین حال کې هغه کسان چې په دې نندارتون کې یې غرفي پرانېستي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورته د تولیداتو د واردیدو او د دوی د محصولاتو د پروسیس لپاره د لازمو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی له دولت غواړي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ته دې زمینه برابره کړي څو بهرنیو بازارونو ته لاره ومومي.

دا نندارتون د درې ورځو لپاره د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست جوړ کړی دی.