افغانستان او روسیه خپلو کې امنیتي همکارۍ زیاتوي

افغانستان او روسیه خپلو کې امنیتي همکارۍ زیاتوي، په دې اړه پرون د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر نیکولای پاتروشیف په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره له خبرو وروسته څرګندونې وکړې.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي اداره وايي چې دواړه لورو په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییز امنیت په چوکات کې په یو لړ مسئلو وغږېدل.

د ایترتاس خبري اژانس د دې اعلامیې په حواله وايي چې پر دې سربېره دواړه لوري پر حقوقي او قراردادي همکارېو، پر اقتصادي او سوداګرېزو اړیکو او د پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې د روسیې او افغانستان تر منځ په همکارېو وغږیدل.

په دې غونډه کې د روسیې د ملي امنیت د شورا د رئیس سربېره، د روسیې د بهرنیو چارو، دفاع، بېړنو حالاتو، انرژۍ، اقتصاد او پراختیا د وزارتو استازو او همدارنګه د روسیې د فډرالي امنیت د ادارې او د روسیې د پوځي او ټکنالوژي همکاریو د ادارې چارواکو برخه لرله.

د افغانستان په هیت کې د ملي امنیت پر سلاکار حنیف اتمر سربېره، د بهرنیو چارو، دفاع ، کورنیو چارو، مالیې د وزارتونو او د ملي امنیت د ادارې استازو برخه لرله.

د روسیې د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي دفتر وايي، له ښاغلي اتمر سره د ده لیدنه ښيي چې دواړه هېوادونه د امنیتي روابطو په پیاوړي کولو کې جدي دي.