د ترکيې د صدراعظم مرستيال وايي، ولسمشر رجب طيب اردوغان به راتلونکې مياشت د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره د خبرو لپاره روسيې ته ځي.
دا به د انقرې او مسکو تر منځ لومړۍ غونډه وي چې تېر کال د روسيې د جيټ الوتکې ويشتلو وروسته، ترکيې له مسکو څخه بخښنه وغوښته.
د ترکيې دولتي خبري اژانس د صدراعظم مرستيال محمد سيمسېک له خولې لیکلي چې اردوغان او پوتین به د اګست په نهمه نېټه په سان پيترزبورګ کې سره ویني.
روسيې وروسته له هغه پر ترکيې بنديز ولګاوه چې ترکيې له سوريې سره پر پوله یوه روسي جيټ الوتکه وويشته چې پکښي د الوتکې روسی پيلوټ ووژل شو.
دواړو هېوادونو له هغه وروسته د اړيکو سمولو هڅې پیل کړي چې اردوغان پوتين ته په جون میاشت کې لیک ولېږه او د وژل شوي پيلوټ کورنۍ ته يې تسليت وړاندي کړ.