د سومالیا په موګاديشو ښار کې انتحاري ۷تنه وژلي

نن د سومالیا په موګاديشو ښار کې د افريقايي اتحاديې تر ټولو لوی د سوله ساتو ځواکونو په اډه کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول.

د القاعده سره اړوندې الشباب ډلې چې غواړي د لويديځ په ملاتړ د سوماليا حکومت ړنګ کړي، د دې حملې مسئوليت منلی دی.

دغې ډلې په سومالیا کې تر انتخاباتو مخکې حملې زیاتې کړي دي.

په فرانسه کې دوو حمله کوونکو يو عيسوي راهب په چاړه وژلی دی.

فرانسوي رسنۍ راپور ورکوي چې دا پېښه د فرانسې په نورمانډي سیمه کې نن شوې.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دوه برمته نيوونکي د حملې پر مهال په ډزو ووژل شول.

د دوی پېژندنه او هدف يې روښانه نه وو.

د کورنيو چارو وزارت ويلي د دوهم برمته نیول شوي کس روغتيايي وضعيت ډېر خراب دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزير نن خبريالانو ته په نورماندي کې وويل:

دوه کسان نن کلیسا ته ننوتل او په دغه ځای کې پنځه کسان يې برمته ونيول.

په برمته شویو کې یو عيسوي راهب، دوې د کليسا راهبې او ځيني عبادت کوونکي شامل دي. فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې حمله کوونکو د عيسوي راهب غاړه ور پرې کړې ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د کورنیو چارو وزیر برنارد کازينوف د پيښې ځای ته ورغلي.