ايران د امريکا وروستي تورونه رد کړي چې وايي په منځني ختيځ کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره د مالي او لوژيستيکي مرستو لپاره د القاعده درې غړي په ايران کې وو.
د امریکا د خزانې وزارت د جولای په شلمه د القاعده پر دغو درېيو غړو بنديزونه اعلان کړل او وې ويل هغوی په ايران کې دي.
خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي نن ويلي چې ايران پر خپله خاوره د داسې هيڅ ډول کسانو په اړه معلومات نه لري.
ايرنا دولتي خبري اژانس د قاسمي له خولې لیکلي: امريکا بايد د عمومي بيان خپرولو پر ځای په عملي توګه د ترورېزم پر ضد نړیوالو ګروپونو ته ځانګړي معلومات ورکړي.
د امریکا د خزانې وزارت د درېیو کسانو نومونه خپاره کړي چې بنديز پر لګېدلی.
دغه کسان يودېرش کلن د سعودي عرب وګړی فيصل جاسم محمد الاميري الخالدي، اته څلوېښت کلن مصری وګړی يسرا محمد ابراهيم بايومي، او پنځه دېرش کلن الجريايي ابوبکر محمد غميان دي.