د بنګله دېش پوليس وايي چې په پلازمېنه ډهاکه کې يې نهه سخت دريځي وژلي دي.
د لويديځ رسنيو د يوه پوليس چارواکي له خولې لیکلي: دوی ټولو له یوې سخت دريځې ډلې سره تړاو درلود خو تر اوسه يې ډله نه ده معلومه.
پوليسو د استوګنې پر یوه ودانۍ د چاپې پر مهال يو کس نیولی دی.
په وروستیو څو ورځو کې پولیسو هغه سخت دريځي نیولي چې د روانې مياشتې په لومړېو کې يې په دغه هېواد کې پر يوه کافې په حمله کې لاس درلود. په دې حمله کې شل کسان وژل شوي وو چې ډېری يې بهرنيان وو.
پوليس په دې باور دي چې ګڼ شمېر سخت دريځي لا پټ دي او ښايي د نورو حملو پلانونه جوړوي.
په تېرو اتلسو مياشتو کې په بنګله دېش کې خونړۍ وژنې شوي چې هدف يې ليبرال کسان او يا هم د اقليتونو غړي دي.
حکومت د دغو وژنو پړه په دغه هېواد کې پر دوو ډلو اچوي.