وزیري: په درې اړخیزه غونډه کې په ځینو سرحدي ستونزو خبرې وشوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او قاطع ملاتړ ماموریت په درې اړخېزه غونډه کې په ځینو سرحدي ستونزو خبرې وشوې.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ننازادي راډيو ته وویل په دې ناسته کې یو شمېر پریکړې هم وشوې.

"په غونډه کې د کرښې دواړو غاړو ته په هغو مسایلو خبرې وشوې چې هغه د کشفي راپورونو یا د تروریستي ډلو تېرېدل راتېرېدل او ځیني برخې چې هلته زموږ قطعات دی د هغوی سره په کومو مسایلو سوی تفاهم رامنځ ته شوی وو په هغې باندې بحث او پریکړې وشوې."

وزیري ونه ویل چې په تورخم کې د تائسیساتو د جوړولو موضوع هم په دې بحث کې مطرح شوه او که نه.

دغه پاکستاني پلاوی نن سهار کابل ته راغلی و.

دا ډول درې اړخیزې ناستې له تېروو دوو کلو راهیسې د تخنیکي اوپوځي مېکانیزم تر نامه لاندې په کال اواسلام اباد کې جوړیږي.