د شهیدانو په نوم د دهمزنګ د چوک له نومولو سره مخالفت څرګند شو

د افغانستان د ختیځو ولایتونو شورا د شهیدانو په نوم د دهمزنګ د چوک له نومولو سره مخالفت څرګند کړ.

د دغې شورا غړي وایي، دهمزنګ چوک د سپهسالار عبدالوکیل نورستاني په نوم دی او حکومت باید له خپلې اوسنۍ پریکړې لاس په سر شي.

د نورستان پخواني والي او د ختیځو ولایتونو د شورا غړيتمیم نورستاني خبریالانو ته وویل، که حکومت د دهمزنګ له چوکه د شهیدانو نوم لېرې نه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي:

"کوم شی چې قانون یې اجازه راکړي، له هغه څخه به ګټه واخلو، هم به تحصن وکړو او هم به مظاهرې وکړو، شاید د ختيځو ولایتونو لارې بندي کړو، دی یوازې د نورستان، نه بلکې په ټول افغانستان پورې اړوند و."

حکومت تېره شنبې کله چې په دهمزنګ کې پر مظاهره چیانو خونړۍ حمله وشوه، نو د دهمزنګ چوک یې د شهیدانو په نوم ونوموه.

د ختیځې شورا د غوښتنې په اړه جمهوري ریاست او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه نه دي ویلي.