د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د سروې ګانو له مخې په تېر یوه کال کې د کاروبار وضعیت ښه شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل رییس عتیق الله نصرت نن د کاروبار په اړه د یوې سروې د خپرولو پر مهال وویل، د کار او بار کچه له منفي ۲۳ څخه منفي ۶ ته لوړه شوې ده.
نوموړی وویل چې د کاروبار وضعیت د کابل او بلخ په پرتله په هرات، کندهار او ننګرهار کې ښه شوي دي .
په دغه راپور کې راغلي، له شته ستونزو او ناامنیو سره - سره خلک لېواله دي چې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه وکړي.