صنعتکاران وايي له ولسمشر سره د افغان سوداګرو پر ستونزو غږیږي

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي، نن به د اقتصاد په عالي شورا کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۱۲ سوه افغان سوداګرو ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې په هغه هېواد کې خپل فعالیت ودروي.

د صنعت کارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین نن ازادي راډیو ته وویل، که افغان سوداګر له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راشي او دلته ورته د فعالیت زمینه برابره شي، پر اقتصاد به ښه اغیز وکړي.

نوموړی وايي چې اوس په افغانستان کې د انرژۍ له پلوه سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره ده او باید سوداګر په علاقمندۍ سره په هېواد کې پانګونه وکړي.

د صعنتکارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ناندرېو وروسته افغان پانګوال وال غواړي د خېبرپښتونخوا او بلوچستان له ایالتونو خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.