عبدالله: د کابل له پېښې د دښمن هدف ولس کې اختلافات رامنځته کول دي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس وايي چې د کابل له وروستۍ خونړۍ پېښې څخه د دښمن هدف دا دی چې د افغان ولس ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي.

عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې خبرې کولې وویل چې ولس باید د دښمن د داسې دسیسو پر وړاندې هوښیار وي:

" ښايي د دښمن لوی هدف چې غواړي هغه ته ورسیږي دا ده چې د خلکو په منځ کې د اختلاف، شک پيدا کول دي چې بیا دا چار به، خدای ناخواسته په بشپړه توګه د خلکو، ملت او هېواد د کمزورۍ سبب شي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه مهمه دا نه ده چې د پېښې مسوولیت چا په غاړه اخېست بلکې مهمه دا ده چې پېښه په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي.