جاپان کې یو تن ۱۹کسان د چړې په وسیله ووژل

د جاپان پلازمېنې توکیو ته نژدې د معلولانو د علاج په یوه مرکز کې یو تن نولس کسان د چړې په وسیله ووژل او ۴۵ نور یې ټپیان کړل.

د راپورونو له مخې پولیسو بریدکوونکی ۲۶ کلن ساتوشي اویماڅو د توکیو په نژدې ۴۰ کیلومتره واټن کې په ساګامیهارا Sagamihara نومي ښار کې وروسته له هغه ونیوه چې هغه په خپله تسلیم شو.

د یوې رسنۍ د راپور له مخې تورن سړي پولیسو ته ویلي چې ده دا حمله عمدي کړې او غواړي معلول کسان له نړۍ څخه ورک کړي.