برني ساندرز Bernie Sanders نن د ډیموکراټ ګوند کنوانسیون ته وویل چې هیلري کلینټن باید د امریکا راتلونکې ولسمشره وي.
ساندرز په یوه احساساتي وینا کې د ګوند په کورنۍ سیالۍ کې د خپلې سیالې په ګټه استدلال وکړ او ویې ویل، ډیموکراټ ګوند داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې خلک سره یو موټی او ځواکمن کړي، نه داسې چې د خلکو ترمنځ نفاق واچوي.
ساندرز دا څرګندونې د ډیموکراټ ګوند د څلور ورځني کنوانسیون په لومړۍ ورځ وکړې.
دا غونډه پرون ناوخته په فلاډلفیا کې د ساندرز د پلویانو د اختلاف په فضا کې پیل شوه.
د غونډې له پیل سره سم د ساندرز پلویانو د ګوند په احتمالې کاندیدې هیلري کلینټن پسې د تمسخر پیل کړې، په داسې حال کې چې ساندرز له میرمن کلینټن څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.
د فلاډلفیا په ویلز فارګو مرکز کې د ډیموکراټانو د کاندیدانو ترمنځ اختلاف تقریباً سمدستي وروسته له هغه رابرسیره شو چې د بالتیمور ښاروالې ستیفاني رولینګز بلیک د دیموکرات ګوند څلور ورځنی کنوانسیون پرانېست.
تمه ده چې مېرمن کلېنټن به د دې کنوانسیون په پای کې رسماً د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې په توګه تایید شي.
همدا راز د امریکا لومړۍ میرمنې میشل اوباما کنوانسیون ته په وینا کې وویل، مېرمن کلینټن د ولسمشرۍ لپاره یوازینۍ چمتو کاندیده ده.
میشل اوباما مېرمن کلېنټن وستایله خو د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ یې د کرکجنې ژبې په کارولو تورن کړ او ویې غانده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هیلري کلېنټن د کمپاین هغه تورونه رد کړل چې ګنې د یموکرات ګوند د بریښنالیکونو په رسوایۍ کې د روسیې لاس دی.
لاوروف په لاوس کې د آزیان Asian په نوم ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له خپل امریکايي سیال جان کري سره په کتنه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.
له لاوروف څخه دا پوښتنه وشوه چې ایا د دیموکرات ګوند د مشرانو د هغو ایمیلیونو په افشا کې چې په انتخاباتو کې د سپینې ماڼۍ له ظاهري بېطرفۍ سره سره د ساندرز په وړاندې د میرمن کلینټن پلوي پکې شوې ده د روسي هکرانو لاس و کنه؟
د میرمن کلینټن همکاران وايي دا اسناد چې د ساندرز پلویان یې سخت په غوسه کړي د روسیې له خوا افشا شوي دي.