د امریکا کانګرس: د هککرانو د لټې هڅې روانې دي

د امریکا د کانګرس د استخباراتو د کمېټې یو ډیموکراټ غړي ویلي، دې کمېټې ته د ډیموکراټ ګوند د مشرتابه د ډلې د ایمیلونو د سیسټم د هک کېدو "غلاکېدو" په اړه معلومات ورکړل شوي دي او دوی اوس په دې مسئله کې د روسیې د احتمالي لاس لرنې په شمول د دې انټرنېټي حملې د اصلي سرچینې په لټه کې دي.

اډام شیف ویلي، په هغه صورت کې چې د ایملونو د سیسټم دا هک کېدل روسيې پورې ارتباط پیدا کړي، دا به لومړی ځل وي چې داسې انټرنېټي بریدونه په کریملین او پلویانو پورې یې ربط پیدا کوي چې د نورو هېوادونو په سیاسي بهیرونو کې د اغېز کولو لپاره یې ترسره کوي.

د اډم شیف دا څرګندونې وروسته له هغې رامخې ته شوې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې "ایف بي اۍ" د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې د ایمیلونو د سیسټم د هک کېدو په اړه د څېړنو پیل تایید کړ.

د ډیموکراټې کاندیدې هلیري کلینټن د انتخاباتي کمپاین مشر روبي ماک ویلي، داسې شواهد شته چې روسي لاسوهونکو دا ایمیلونه د ډونالډ ټرمپ د کمپاین په ګټه غلا کړي دي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي له روسیې سره به اړیکې ښې کړي.

د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیټري پیسکوف په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د ډونالډ ټرمپ د کمپاین څرګندونو ته یې اشاره وکړه چې دا تور یې یوه ”شوخي“ بللې ده.