ننګرهار کې عملیاتو د داعش ډلې یو مهم قومندان "امارتي" وژلی

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د یکشنبې د ورځې په ماښام د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د جګړې یو مهم قومندان سعد امارتي وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د یکشنبې په ورځ ماښام، د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سعد امارتي په نوم د داعش ډلې نظامي مرستیال چې په کوټ ولسوالۍ کې یې د جګړې مشري کوله د ځانګړو افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی."

ویل کیږي سعد امارتي چې په اصل کې د لوګر ولایت اوسیدونکی و، د افغانستان په ختیځ کې یې د داعش ډلې په نظامي فعالیتونو کې ډېر رول درلود.

نوموړي په دې وروستیو کې د کوټ ولسوالۍ پر څو کلېو او بانډو د خونړي یرغل او دغلته د افغان امنیتي ځواکونو سره د سختې جګړې مشري کوله.

افغان چارواکي په داسې حال کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د یو لوړ پوړي چارواکي د وژل کېدو خبر ورکوي چې دې ډلې د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د روښنايي د غورځنګ پر سوله ییز لاریون د بریدونو چې ګڼ کسان په کې مړه او ټپیان شول مسؤلیت پر غاړه واخېست.