د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي، د ملي یووالي د حکومت د چلند د بهتره کېدو لپاره له خپلو متحدانو سره سلا مشوره کوي چې د دې حکومت تر دوه کلنۍ وروسته یې په وړاندې څه ډول پریکړه وکړي.
د دوشنبې په ورځ ښاغلي نور په بلخ کې د مدني فعالانو سره په یوه غونډه کې وویل، ډېر ژر به کابل ته ولاړ شي او هلته به له خپلو متحدانو سره په دې وغږیږي چې د ملي یووالي حکومت په وړاندې څه ډول دریځ خپل کړي:
"موږ له خپلو متحدینو سره سلا مشورې لرو له لوېو شخصیتونو سره، د حکومت تر دوه کلنۍ پورې به موږ پریکړه وکړو چې یا به دا حکومت مثبت لوري ته ښي پښه مخکې کوي او یا هم نورې پریکړې چې د هېواد او نظام او خلکو خیر په کې وي کوو. موږ به په دې اړه پریکړه وکړو."
عطا محمد نور چې له کلونو راهیسې د بلخ د ولایت چارې سنبالوي، په دې اړه چې د حکومت په کوم برخو کې اصلاحات غواړي او د غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کې به دا او متحدین یې څه ډول دریځ خپل کړې څه ونه ویل.