هیرمن: د جرمني د انسباښ حمله کوونکي له داعش سره بیعت کړی و

د جرمني د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواښیم هېرمن وايي، په هغه ویډیو کې چې د انسباښ په ښار کې د دې ځانوژونکي بریدګر په موبایل ټیلیفون کې موندل شوې، نوموړې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې سره بیعت کړی.

د اسلامي دولت د وسله والې ډلې خبري اژانس اعماق هم ویلي چې دا برید د دوی یو پلوي کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د جرمني په جنوبي ښار انسباښ کې یو اوه ویشت کلن سوریايي بریدګر هڅه وکړه چې یو کنسرت ته ننوزي خو کله چې کنسرټ ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه د کنسرت مخې ته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکې مواد والوزول، خپله ووژل شو او ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.

په ټپیانو کې د درې تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د جرمني د باویریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواښیم هیرمن وايي، د بریدګر د پناه غوښتنه رد شوې وه او دوه کاله مخکې جرمني ته رسیدلی و.

د بریدګر نوم نه دی په ډاګه شوی خو ویل کیږي چې تر دې مخکې د ځان وژنې د هڅې په خاطر تر رواني درملنې لاندې و.

د بریدګر نوم نه دی په ډاګه شوی خو ویل کیږي چې تر دې مخکې د ځان وژنې د هڅې په خاطر تر رواني درملنې لاندې و.

د جرمني د کورنیو چارو د وزارت ویاند، توبیس پلیټ ویلي، بریدګر له جرمني څخه د ایستلو سره مخ و، دا چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله هغه هېواد ته نه شو استول کیدای، ټاکل شوې وه بلغاریا ته واستول شي.

اولریک دیمیر د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"د وروستیو ورځو او اوونیو خوځښتونه یو ډول تصویر نه لري. ډېر هغه ترهګر چې په وروستیو میاشتو کې یې په اروپا کې تروریستي بریدونه کړي پناه غوښتونکي نه وو. دا ټکې د شوېو څېړنو سره سمون خوري چې وايي، کډوال له ځايي اوسیدونکو څخه کم یا زیات تروریستي ګواښ نه رامنځ ته کوي. خو له دې سره هم د جرمني حکومت هره قضیه جدي نیسي."

په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې جرمني د تاوتریخوالي د څلورو پرلپسې پېښو شاهد وو.

د دې هېواد پولیس وايي، دا مهال د ترهګرۍ سره د ارتباط په تور له شپیتو مشکوکو پناه غوښتونکو څخه تحقیقات کوي.