د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو رول ګټور ګڼي

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت د سولې د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو رول ګټور ګڼي.

د ځوانانو معین کمال سادات نن یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو ګډون په اړه د هېواد په بېلابېلو برخو کې پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړي همدارنګه له ځوانانو وغوښتل ترڅو په رضا کارنه ډول د دغه معینیت د پروګرامونو پلي کولو لپاره سره یوځای شي.

تردې وړاندې هم د سولې په ټینګښت کې د ځوانانو په رول ټينګار شوی خو تراوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.