د جرمني پولیس وايي، هغه انتحاري حمله کوونکی چې پرون یې د باوریا ایالت په انسباخ ښار کې ۱۲ تنه زخمیان کړل، د افراطي افکار خاوند و.
د باوریا د کورنیو چارو یاشیم هرمن نن د جرمني خبري اژانس [ډی پي ا] ته وویل چې دا پېښه د اسلامپالو افراطي ډلو انتحاري حملو ته ورته ده .
یاشیم هرمن زیاته کړه:
"دا چې حمله کوونکي غوښتل پر یوه ځای ډېر خلک ووژني، څرګندوي چې هغه افراطي کسانو ته ورته فکر درلود. "
د جرمني پولیسو ویلي چې په انسباخ کې حمله کوونکی ۲۷ کلن او له سوریې ورغلی و.
د پولیسو په وینا، حمله کوونکي چاودیدونکي مواد او د اوسپنې ټوټې په خپل لاسي بکس کې ایښې وې او د کنسرت ځای ته له رسېدو سره سم یې انفجار وکړ.
د انسباخ ښاروالۍ کارلا سیدل نن خبري غونډې ته وویل:
"موږ د خپلو معلوماتو پر اساس ویلای شو چې چادونه د کنسرت د ځای دروازې ته مخامخ شوې او حمله کوونکی نه دی توانیدلی چې کنسرت ځای ته ور ننوزي. له دې امله خوشاله یو چې په چاودنه کې ډېر خلک نه دي خوږ شوي. "
د حمله کوونکي په اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي .
د انسباخ څارنوالۍ نن څرګنده کړه چې د حملې دقیق علت لا ندی څرګند .