د عراق پولیس وايي، د دې هېواد په دیالي ولایت کې نن د پولیسو پر پوسته په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
حمله د الخالص ښارته پرلار شوې چې د بغداد په شمال ختیځ کې پروت دي.په دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه زخمیان دي.
د حملې مسئولیت چا نه دی اخېستی خو د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې په مکرر ډول په عراق کې داسې حملې کړي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم یوه انتحاري حمله کوونکي د بغداد په داسې سیمه کې چې زیات شیعه ګان اوسي، ځان منفجر کړ چې ۱۵ تنه په کې ووژل شول.