د امریکا رسنۍ: دوه تنه په فلوریډا کې وژل شوي

د امریکا مطبوعات وايي، لږ تر لږه دوه تنه په فلوریډا کې پر یوه نایټ کلب په وسله واله حمله کې وژل شوي او ۱۳ تنه زخمیان دي.

د پولیسو په وینا، حمله د کلب بلو په نوم په یوه نایټ کې شوې چې ځانګړي مراسم په کې روان وو.

په وژل شوېو کسانو کې یو ۱۴ کلن هلک هم شامل دی.

د حملې مسولیت چا نه دی اخېستی او پولیسو یې په اړه څېړنې پيل کړي دي.