ارګ: د کابل د حملې په اړه به د څېړنیز کمېسیون کارونه پیل شي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ډېر ژر به د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه د یوه څېړنیز کمېسیون کارونه پیل شي.

د جمهوري ریاست ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کمېسیون په ترکیب کې بېلابېل ارګانونه شامل دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دغو تحقیقاتو نتایج به په خپل وخت له ولس سره شریک شي.

خوله بلې خوا د روښنایې غورځنګ مشرتابه غړي وایي چې دغه کمېسیون هغه مهال ورته د منلو وړ دی چې بې پرې نړیوال استازي په کې حضور ولري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو په اساس د کابل په دهمزنګ ساحه کې د وړمې ورځې په انتحاري حملې کې ۶۶ کسان وژل شوي او ۳۰۵ نور ټپيان شوي دي.