د کندز سیمه ییز چارواکي وایي چې له دوه ورځو راهیسې د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات جریان لري او طالبانو درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت امنېي قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه افغان ځواکونو په قرلقو سیمه کې تصفیوي عملیات کړي چې په پایله کې ۷ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې په دې عملیات کې د وسله وال طالبانو یو عراده زغروال هاموي موټر د افغان ځواکونو لاسته ورغلي او بل عراده زغروال هاموي موټر یې له منځه تللی دي.
د امنېي قومندان زیاتوي چې لا هم د دې ولایت په بېلابېلو ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات جریان لري.
بل لورته د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې د دولت د وسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.