د جرمني په جنوب لویدیځ کې یوه مېرمن په چړو وژل شوې

د جرمني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې یوه ۲۱ کلن ځوان یوه مېرمن د چړې په وسیله ووژله او دوه نور کسان یې ټپیان کړل. دا کس وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

راپورونه وايي، دا حمله پرون سهار وختي د شتوتګارت په جنوب کې په رویتلینګین Reutlingen ښار کې وشوه.

د برید د عواملو په ګډون په دې اړه تراوسه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د تیرې یکشنبې په ورځ یوه بریدکوونکي چې ګومان کیږي یا به افغان و او یا د پاکستان، هغه مهال د پولیسو له خوا ووژل شو چې د جرمني په جنوب کې یې د تبر او چړې په وسیله د یوه اورګاډي پر سورلیو برید وکړ. د دې برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې منلی خو جرمني چارواکو ویلي چې بریدکوونکي له داعش سره مستقیم اړیکي نه درلودل.

د تیرې جمعې په ورځ د مونشن ښار په یوه بازار کې نهه کسان د یوه اتلس کلن ایراني الاصله جرمن وګړي په ډزو ووژل شول.

ګومان کیږي چې بریدکوونکي وروسته د ډزو له ځایه یو کیلومتر لیرې خپله ځان وواژه.