عفوې سازمان ترکیه کې د سلګونه کسانو د شکنجې په اړه اسناد لري

د عفوې نړیوال سازمان وايي، د ترکیې د حکومت له خوا په توقیف ځایونو کې د سلګونه کسانو د شکنجې په اړه موثق اسناد لري.

د ترکیې حکومت د جولای د پنځلسمې له ناکامې کودتا وروسته یو زیات شمېر تورن کسان ونیول.

د عفوې نړیوال سازمان پرون وویل په رسمي او غیر رسمي توقیف ځایونو کې یو شمېر نیول شوي کسان ډبول شوي او پر ځینو جنسي تیری شوی دی.

ترکي چارواکو د کودتا له ناکامې هڅې وروسته د عملیاتو په ترڅ کې له ۱۳ زرو زیات کسان ونیول چې له دې ډلې شاوخوا شپږ زره کسان په رسمي ډول توقیف شوي دي.

په لندن کې دیره د عفوې نړیوال سازمان له ډاکټرانو، مدافع وکیلانو او د یوې توقیف خانې له یوه مقام سره د مرکو پر بنسټ وايي چې له نیول شوي کسانو سره سخت ناوړه چلند شوی دی.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې یو جګپوړي ترک مقام د عفوې د نړیوال سازما دا راپور رد کړی ویلي یې دي چې ترکیه له بشري حقونو سرغړونه نه کوي.

دې مقام چې په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی ویلي، ترکیه د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لټه کې ده او دا نظریه چې قوانینو ته درناوی نه کوي ناسم دی.