د بامیان د ولایتي شورا دفتر د اعتراض په دود وتړل شو

د بامیان د ولایتي شورا دفتر د دهمزنګ د خونړۍ پېښې په وړاندې د اعتراض په دود وتړل شو.

د بامیان د ولایتي شورا یوه غړي محمدحسن اسدي ازادي راډیو ته وویل، د دې شورا غړو دا پریکړه حکومت ته د بامیان د خلکو او د مدني ټولنو د استازو د اعتراض د ښودلو په مقصد وکړه.

د جنبش روشنايي له خوا په بلل شوي لاریون کې له بامیان ولایت څخه هم زیات شمېر کسان کابل ته تللي وو.

د بامیان د ولایتي شورا غړو د دې ولایت له لارې د ۵۰۰ کیلوولټه بریښنا د غځولو پر غوښتنه یوځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دوی اعتراض به د حکومت له خوا د دې غوښتنې تر منلو پورې دوام وکړي.