ننګرهار چارواکي: داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي

د ننګرهار ولایت چارواکي په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنيو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلې ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو وايي چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۳۸ وسله وال وژل شوي چې د ۲۶ کسانو مړي د چارواکو په وینا لاهم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

بیان زیاتوي چې د کوټ ولسوالۍ په پروشاخیلو سیمه کې د دې عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.