فیروز: د دهمزنګ په حمله کې ټول ۶۶ کسان وژل شوي

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، په دهمزنګ سیمه کې په وړمه ورځنی انتحاري حمله کې ټول ۶۶ کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې افغان چارواکو په دې حمله کې د څه باندې اتیا کسانو د مړینې خبر ورکړی و، خو ښاغلي فیروز پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته د مړېو او ټپیانو په اړه نوې شمېرې اعلان کړې.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"ټول زموږ ۶۶ هېوادوال شهیدان شوي چې له دې ډلې د ۳۵ کسانو جنازې د هغو کورنیو ته سپارل شوي او ۶ نورې به د دفاع وزارت په هلیکوپټرو کې بامیان او غزني ولایتونو ته واستول شي."

د روغتیا وزیر همدا راز زیاته کړه چې پاتې جسدونه به هم اړوندو کورنیو ته وسپارل شي.

د دې حملې د ټپیانو د شمېر په اړه ښاغلي فیروز وویل چې ټول ۳۰۵ ټپیان روغتونو ته انتقال شوي وو چې له دې ډلې نژدې یو نیم سل کسان پرون رخصت شول او پاتې لا هم په روغتونونو کې تر علاج لاندې دي.

ښاغلي فیروز وویل چې ۱۷ ټپیان لاهم په نازک حالت کې دي.

له بلې خوا جمهوري ریاست وايي، د کابل د خونړۍ حملې په اړه د تحقیقاتو د ځانګړي کمېسیون پر جوړولو کار روان دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ازادي راډیو ته وویل، د دې حملې د څرنګوالي او عواملو په اړه د څېړنې لپاره د کمېسیون د غړو د ټاکلو چارې به نن دوشنبې بشپړې شي.

ښاغلی مرتضوي همدا راز وايي، د جنبش روشنايي پر غړو سربیره د هزاره قوم ځینې نور استازي به هم په دې اړه په تحقیقاتو کې ګډون وکړي.