د جرمني پوليسو يو ١٦ کلن افغان زلمى په دې شک توقيف کړى چې ګواکې له هغه ١٨ کلن وسله وال سره يې اړيکې درلودې چې په مونشن کې يې د جمعې ورځې په حمله کې ٩ کسان ووژل.
د جرمني پوليس وايي، دغه افغان زلمي له ايراني اصله جرمني ډېوېډ علي سُنبُلي سره پېژندل.
دغه ځوان له فېسبوک نه په استفادې د ځوانانو يوه ډله هڅوله چې د مک ډونالدز رسټورانټ ته لاړ شي، ده پر دې رسټورانټ ډزې کړې وې.
د پوليسو په اعلاميه کې ويل شوي، له دغه افغان زلمي په فېسبوک کې د بلنې په خپرولو کې د هغه د رول په تړاو څېړنې کېږي.
د جرمني چارواکو پرون وويل چې د جمعې ورځې بريدکوونکي سُنبُلي تېرکال د دوو مياشتو لپاره د ټولنيزې پريشانۍ او ژور خپګان له کبله په رواني لحاظ درملنه روانه وه.