د جوزجان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ په نښته کې د طالبانو یو قومندان قاري صدر او څلور تنه نور وژل شوی دی.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د نوموړي ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو پر پوسته حمله کړې چې په ځوابیه برید کې قاري صدر او څلور ملګري یې وژل شوي دي.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې د شبرغان په قوش تپه کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي چې یوه اوونۍ مخکې د قاري حکمت د کسانو له خوا تښتول شوي ول د سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.