محمد حنیف اتمر روسیې ته ولاړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن روسیې ته ولاړ.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به په خپل څلور ورځني سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امنیت شورا د سلاکار او د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به په دغو لیدنو کې له روسي چارواکو سره د ام ۳۵ او ام ۱۷ الوتکو په ګډون د پوځی تجهیزاتو د مرستې، د کوکنارو پر ضد د مبارزې او د مخدره موادو د قاچاق او دغه شان د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر سر هم خبرې وکړي.

روسي ته د ښاغلي اتمر په ملګري پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی هم شامل دی.